د نیکمرغه کوچني اختر د رارسیدو په مناسبت تا سو قدرمڼو دوستانو ته د زړه له کومي اختر مبا رکی وایم. هیله لرم چی الله تعالی د زمونږ اطاعاتونه او عبادتونه په خپل دربارکی قبول او منظور وګرزوی، همدا راز د لوی ځښتن تعالی له دربار څخه استدعا کوم چې د ژوند دغه د اخترمبارکې شپی او ورځی د خوښۍ، سولې، امن او سوکالۍ په شیبو کې تیرې کړو، او د دغه مبارکی میاشتی په تیریدو سره سم زمونږ په هیوادکی د سولی او ورورګلوی زرين لمر د دایم لپاره خپور شی، تر څو زمونږ هيواد او ولس هم د نورو اسلامی ولسونو په څير د يو سوکاله او نيکمرغه ژوند خاوند اوسی٠
اختر مو مبارك شه.
د تل پاتی سولی او اسلامی اخوت په هیله
ستاسو ورور
مسيح الله موسا خيل.